وزيراعليٰ سردار علي امين خان ګنډا پور په تخت بھائۍ جلاله پل سيمه كښې د بمي چاٶدنې غندنه وكړه

پېښور 05 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سردار علي امين خان ګنډا پور د مردان ضلعې د تخت بھائي تحصيل په جلاله پل سيمه كښې د بمي چاودنې په سختو ټكو غندنه كولو سره پوليس څخه د پېښې تفصيلي رپورټ طلب كړې۔ د غندنې خپل بيان كښې وزيراعلٰې په پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وزيراعلٰې اړوند انتظاميې ته ژوبل شويو له د ښه طبي آسانيو وركولو سپارښتنه وكړه