وزيراعلٰي سردار علي امين ګنډا پور سره د نيويارك سټيټ اسمبلۍ او د امريکې د پاکستاني پبلک افيئرز کمېټۍ غړو پشمول پلاوي وليدل

پېښور 05 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سردار علي امين خان ګنډا پور سره د نيويارك سټيټ اسمبلۍ او د امريکې د پاکستاني پبلک افيئرز کمېټۍ غړو پشمول پلاوي د ډپټي سپيكر فل روماس په مشرۍ كښې ليدلي۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د جمعې په ورځ د وزيراعلٰې هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې پلاوي د صحت، تعليم، تجارت، هيومين ريسورس پشمول په نورو څانګو كښې صوبائي حكومت سره شريكې مرستې او په اشتراك كار د رضامندۍ څرګندونه كولو سره په دې څانګو كښې مرستې لپاره د تفاهم په يادښتونو د لاسليك هم اصولي اتفاق كړې۔