نوې ډېلۍ 13 جون (اے پي پي) د هند په بهار رياست كښې د باران په نتيجه كښې 11 تنه مړه شوي۔ د مېډيا راپورونو له مخې چارواكو وئېلي دي چې د باران له امله 5 تنه په مظفرپور كښې او 6 تنه په پټنه او سيون ضلعو كښې مړه شوي دي۔ د باران له امله د سيون او مائروا ترمينځه تر څو ساعتونو رېل سروس هم معطل شوې و۔