د اے اېن پي مركزي صدر ايمل ولي خان د پخواني سېنېټر هدايت الله خان په شهادت د غمرازۍ څرګندونه

پېښور 05 جولائی (اے پي پي)د عوامي نېشنل ګوند (اے اېن پي)مركزي صدر ايمل ولي خان د خېبرپښتونخوا پخواني ګورنر انجينئر شوكت الله خان كور ناواګئ باجوړ ته لاړو او د هغه د كشر ورور سره ئې د سېنېټر هدايت الله خان په شهادت غمرازۍ ښكاره كړه۔ده د پخواني سېنېټر هدايت الله خان بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع د اے اېن پي مركزي كونسل غړې شېخ جهانزاده هم د ايمل ولي خان سره وو۔