هري پور، ټرافيكي پېښه كښې پنځه كسان مړه٬ 11 ژوبل

ايبټ آباد 04 جولائي (اے پي پي) د هري پور په چھپر روډ د مسافرو ګاډې ژورې كندې ته د لوېدو له امله 5 كسان مړه او 11 ژوبل شول۔ د رېسكيو 1122 له مخې صوابۍ ميرا څخه اسلام آباد ته روان د مسافرو ګاډې ژورې كندې ته لوېدلے چې پكښې 5 كسان مړه او 11 ژوبل شوي ٬ دغسې په ژوبل شوو كښې مېرمنې هم شاملې دي۔ مړي او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي۔