پېښور03 جولائی (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سردار علي امين خان ګنډا پور د باجوړ ماموند تحصيل كښې د ريموټ كنټرول چاودنې سخته غندنه وكړه او پوليس چارواكو ته د پیښې د ټولو اړخونو د پلټنو او د رپورټ وړاندې كولو سپارښتنه وكړه ۔ده په چاودنه كښې د پخواني سېنېټر هدايت الله خان پشمول د څلورو كسانو په حق رسېدو د افسوس څرګندونه كولو سره غم جنو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔وزيراعلٰی په حق رسېدليو كسانو بخښنې او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا هم وكړه ٬ ده ووئېل په دې افسوس ناكه پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان ډېر خفه شوے يم۔مونږ د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو