خېبر پښتونخوا ، د بارانونو او سېلاب اندېښنه، اړوندو ادارو ته د چمتو پاتې كيدو سپارښتنه

پېښور 03 جولائي (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د پشكال سیزن په مهال د بارانونو او سېلاب اندېښنو له امله د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سردار علي امین ګنډاپور ټولو اړوندو محکمو او ضلعي انتظامیې ته په كوم هم هنګامي صورتحال قابو موندلو لپاره د ضروری انتظامات بشپړولو سپارښتنه كولو سره ووئيل ټولې اړوندې محکمې او د ضلعو انتظامیه دې د پشكال په کنټنجنسی پلان عملدرآمد باوري كړي۔د خېبرپښتونخوا وزیراعلی سردار علي امین ګنډاپور ووئيل ضلعی انتظامیه دې د پی ډی اېم اے د اړخه په جاري شوي ګائیډ لائنز عملدرآمد باوري كړي ،د ممکنه سېلاب په نتيجه كښې مالي او ځاني زيان څخه ساتلو لپاره دې د وړاندې څخه تیارۍ وكړې شي۔ده امر وكړو ووئيل چې د هنګامي صورتحال مخنيوي له ضروري افرادي قوت، مشینري او د ریلیف څيزونو شته والے باوري كړئ۔ده ووئيل ټولو روغتونونو كښې د عملې او ضروري داروګانو شته والې لپاره دې هم اقدامات وكړے شي۔