د آزاد جمو او کشمیر وزیراعظم چوهدری انوارالحق د پیپلز پارټي مرکزي نائب صدر سردار امجد یوسف د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

مظفر آباد 02 جولائی (اے پی پی) د آزاد جمو او کشمیر وزیراعظم چوهدري انوارالحق د تعليم پخواني وزیر سردارمحمد یوسف د كنډې او د پیپلز پارټي مرکزي نائب صدر او د حكومت پخواني صلاحكار سردار امجد یوسف د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړه ۔ د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔