د آزاد جمو او کشمیر د اطلاعات وزير د سردار امجد یوسف د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

مظفر آباد 02 جولائی (اے پي پي) د آزاد جمو او کشمیر د اطلاعات وزير پیر محمد مظهر سعید شاه د پیپلز پارټي مرکزي نائب صدر او د حكومت پخواني صلاحكار سردار امجد یوسف د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔