پېښور 02 جولائي (اے پي پي) د تعليم صوبائي وزير فېصل خان ترکئۍ په مشرۍ كښې د لوکل ايجوکيشن ګروپ( اېل اي جي) غونډه وشوه چې پكښې ټوله صوبه كښې په تعليمي څانګه كښې كار كوٶنكو پارټنرز ګډون وكړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د تعليم صوبائي وزير ووئيل په تعليمي نظام كښې كار كوٶنكو ډونرز، غير سرکاري تنظيمونو، سرکاري ادارو او د تعليم څانګې په ذيلي ادارو لازم ده چې ھغوي د سكول نه بهر ماشومان سكولونو كښې داخلولو او د آؤټ آف سکول مخه نيولو لپاره اقدامات وكړي ۔ ده ووئيل په شريكه همكارۍ دې داسې پالسي وضعه كړې شي چې د عمل وړ وي۔ ده امر وكړو چې په پائلټ بنياد د ځينې ضلعو انتخاب سره به تعليمي هلې ځلې پېل كولې شي، د ډبل شفټ سکولز پروګرامز، اے اېل پي سينټرز، داخله كمپائن، خاص اقدامات، د اي سي اي رومز او نور مهم پروګرامونه به په دغه ضلعو كښې پېل كولې شي دغسې چې د خواندګۍ شرح زياته شي،ده ووئېل د سكول نه بهر ماشمانو سكولو كښې داخلولو او د تعليم معيار كښې د بهترۍ نه وروستو به دا پروګرام د صوبې تر نورو ضلعو پراخه كولې شي۔