د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د تاجکستان بزنس کميونټۍ ته صوبه كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه

پېښور 02 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دې پاكستان او د تاجکستان ترمېنځه سرمايه کاري او په تجارتي څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركول غواړو٬ د تاجکستان بزنس کميونټي ته په خېبرپښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تاجکستان دوشنبے ښار د نوموړې صنعتي ګروپ ايوسټو د مركزي دفتر دورې په مهال وكړه ۔ په دې موقع د سرمايه كارۍ ګروپ ډائرېكټر بيجن اذونو ګورنر ته د ايوسټو انډسټريز په بېلا بېلو برخو بريفنګ وركولو سره ووئيل ګروپ په بيورجز، بينکنګ، ميټ، بس مينوفيکچرنګ، هاؤس هولډ اپلائنسز او د انټرنيټ پشمول په يو شمېر څانګو كښې كار كوي۔ په دې موقع ګورنر پلاوي سره د ايوسټو آټوموبائل انډسټري هم دوره وكړه