کوئټه۔ 01 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان بورډ آف انټرمېډېټ اېنډ سېکنډري اېجوکیشن کنټرولر امتحانات عابدہ کاکړ د مېټرك امتحان نتيجې اعلان كړې ٬ په يو لك 43 زره 849 زده كوؤنكو كښې د كاميابۍ شرح 84 فیصد پاتې شوه ، د بي آر سي لورالائي 4 زده كوؤنكو پرله پسې درې پوزيشنونه او د كېډت كالج يو زده كونكې درېم پوزيشن په خپل نوم كړو۔ په بلوچستان بورډ آفس كښې د بلوچستان بورډ آف انټرمېډېټ اېنډ سېکنډري ایجوکېشن کنټرولر امتحانات عابدہ کاکړ سېکرټری محمد عظیم ساجدی سره په ګډه رزلټ ګزټ اعلانولو سره ووئيل په بلوچستان كښې د كال 2024 په مېټرك امتحان كښې ټولو يو لك 43 زره زده كوؤنكو هلكانو او انجونو برخه واخسته او يو لك 21 زره 362 زده كوؤنكي كامياب شول۔ د كاميابۍ تناسب 84.36 فیصد پاتې شو۔ د نهم جماعت په امتحان كښې 67 زره 800 زده كوؤنكو هلكانو او انجونو كښې 50 زره 558 زده كوؤنكي او د لسم جماعت په امتحان كښې 76 زره 49 زده كوؤنكو كښې 70 زره 804 زده كوؤنكي كامياب وګرځولے شول۔ په نهم كښې د كاميابۍ تناسب 74 فیصد او لسم كښې 93 فیصد پاتې شو۔ د بلوچستان ریذیډنشل کالج لورالائي رسد خان د نعمت الله د پلار نوم نعمت اللہ اولنے ٬ زين الله خان د پلار نوم نعمت الله دويم ٬ عبد الرحمن د پلار نوم عصمت الله صالحم ٬ سید عبدالعلیم د پلار نوم نظام الدين او د كېډټ كالج كوهلو شهزاد خان د پلار نوم ګل شېر درېم پوزيشن ترلاسه كړو۔ عابده كاكړ د بلوچستان زده كوؤنكو انجونو او هلكانو ته مباركي وركولو سره ووئيل قام هيلې د خپلو ځوانانو سره تړلي او د بلوچستان دا طالبعلمان به د بلوچستان او پاكستان نامه روښانه كړي۔