د خيبر پښتونخوا ګورنر په تخته بيګ چوكۍ ترهګر بريد وغندلو

پېښور ۔ 01 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د خېبر ضلعې په تخته بېګ چوكۍ د ترھګرو بريد غندنولو سره په پېښه كښې د پوليس او اېف سي اهلكار په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔ ده په خپل بيان كښی د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كړه۔ ده د شهيدانو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پوليس او امنيتي ځواكونو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل هېواد او قام لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو د امنيتي ځواكونو ځوانانو ته سلام كوؤ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے