ډېرہ غازی خان۔ 01 جولائی(اے پی پی) په ډېره غازي خان كښې د شهيد كانسټېبل كورنۍ ته د 1 كروړ 35 لكه روپو ماليت كور وركړے شو۔ په دې لړ كښی ریجنل پولیس آفیسر ډېرہ غازی خان کېپټن (ر) سجاد حسن خان د شهيد كانسټېبل غلام حسن كورنۍ سره خصوصي ملاقات وكړو او د پنجاب پوليس د شهيد فنډ د لارې يۍ په ګلبرګ ډېره غازي خان كښی دوه منزله كور اخستلو سره چابي د شهيد كانسټېبل كورنۍ ته وركړه۔ د كور ماليت يو كروړ 35 لكه روپۍ دے۔ شهید کانسټېبل غلام حسن تېر كال د ستمبر په 6 مه نېټه په كالا تھاڼه سيمه كښې ډاكوانو سره د پوليس مقابلې په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كړې و۔ د آر پی او کېپټن (ر)سجاد حسن خان په خصوصي حكاماتو ته د شهيد كانسټېبل غلام حسن زوے محمد رمضان د شهيدانو په خصوصي كوټه د پوليس څانګه كښې كانسټېبل بھرتي كړے شوے دے