
پېښور ۔ 30 جون (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلي دي چې پارلیماني نظام د ریاستي پرمختګ او د اولس د خوشحالۍ ضامن دے ٬ په پاكستان كښې د پارليمان سرلوړي باوري كولو كښې د شهيد ذوالفقار علي بھټو نامه تر ټولو وړاندې ده۔ د پارليماني نظام حكومت نړيوالې ورځې په موقعه ګورنر فيصل كريم كنډي په خپل پېغام كښې ووئيل پارلیماني نظام د ریاستي پرمختګ او د اولس د خوشحالۍ ضامن دے ٬ په جمهوريت كښې تر ټولو مقدسه او مهمه اداره پارليمان ګڼلې شي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د پارليمان سرلوړي باوري كولو كښې د شهيد ذوالفقار علي بھټو نامه تر ټولو وړاندې ده او محترمې بېنظير بھټو هم د پارليمان سرلوړۍ لپاره سټرې كولو سره شهادت قبول كړو۔ ده ووئيل صدر آصف علی زرداری د پاکستان کھپے نعره پورته كولو سره د هېواد او پارليمان سرلوړي باوري كړه۔ چیئرمېن بلاول بھټو زرداری د جمهوريت او پارليمان سرلوړۍ له په اتحادی حکومت كښې ګډون وكړو۔ده ووئيل د پارليمان سرلوړي د جمهور او اولس د سرلوړۍ او حقيقي پرمختګ دويمه نامه ده۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ به مونږ له عزم كول وي چې په دې هېواد كښی به يو موټې كېدو سره د پارليمان سرلوړي باوري كوؤ۔