پاكستان علماﺀ كونسل په محرم الحرام كښې د امن وضعه په ځايې ساتلو له پيغام پاكستان ضابطه اخلاق جاري كړه

لاهور۔30 جون(اے پی پی) پاكستان علماﺀ كونسل په محرم الحرام كښې د امن وضعه په ځايې ساتلو ٬ بين المسالك وبين المذاهب همغږۍ او روادارۍ له او د انتها خوښۍ او شدت خوښۍ ختمولو له د ټولو مكاتب فكر مشاروت سره پيغام پاكستان ضابطه اخلاق جاري كړه۔ د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د انټرنېشنل انټرفېتھ هارمني كونسل صدر حافظ طاهر محمود اشرفي٬ علامه عبد الحق مجاهد، مولانا رفیق جامی ، مولانا اسعد ذکر یا قاسمی، مولانا نعمان حاشر، مولانا شفیع قاسمی ، مولانا اسد فاروق ، علامه زبیر عابد، مولانا حافظ مقبول ، علامه طاهر احسن، مولانا قاسم قاسمی، مولانا طاهر قتیل اعوان، مولانا ابوبکر حمید صابری، مولانا عزیز اکبر قامی ، مولا نا اسلم صدیقی ، مولانا سعد شفیق، مولانا عبید ګورمانی، مولا ناحق نواز خالد، مولا نا اسلم قادری ، مولا نا مبشر رحیمی مفتی عمر فاروق ، مولانا حبیب الرحمن عابد ، مولانا زبیر کھټانه، مولانا انوار احق مجاهد ، مولانا حافظ ثاقب منیر ، مولانا عبد المالک آصف، قاری عبد الحکیم اطهر، مولانا عقیل از بیری ، مولانا عقیل نقشبندی ، مولانا احمد مکی ٬ مفتی کفایت ، مولانا جابر، مولانا عصمت معاویه، مولانا امین الحق اشرفی ، مولانا سعد لدھیانوی، پروفیسر عبد الماجد ونو، قاری اکرم ګبول ، قاری عبد الرشید مفتی عمران معاویه، قاری قاسم سانګی او نورو د خبري كنفرنس په مهال د ګډې اعلاميه جاري كړه۔ په ضابطه اخلاق كښې وئيلې شوي دي چې د ټولو مكاتب فكر علماﺀ ٬ مشائخ ٬ خطباﺀ ٬ ذاكرين او واعظين به د پېغام پاكستان ضابطه اخلاق بشپړه پابندي كوي۔ حكومت او قانون نافذ كوؤنكو ادارو سره به په هره كچه مرسته كولې شي۔ په دې لړ كښې پاکستان علماء کونسل رابطه کمېټی او رابطه آفس تشکیل كړے دے۔ په په ضابطه اخلاق كښې وئيلې شوي دي چې فرقه واريت ٬ مسلح تصادم او د طاقت په زور خپل نظريات په نورو مسلط كول د شريعت اسلاميه د احكاماتو په ضد ٬ فساد في الارض او يو ملي جرم دے٬ د ،انبیاء کرام ، اصحاب رسول (ص) ، خلفاء راشدین ، ازواج مطهرات او د اهل بېت د تقدس خيال ساتل يوه فريضه ده او څوك چې د دې توهين كوي ټول مكاتب فكر به هغه څخه برات كوي ۔ په پاكستان كښې ټولو غېر مسلم وګړو ته خپلو عبادت خانو ته د تللو او په خپل مذهب د عمل كولو حق حاصل دے۔ ټول مكاتب فكر علماﺀ كرام ٬ ذاکرین عظام ، خطيبان به د امت تر مينځه د جوړ پېدا كولو فريضه ترسره كوي۔ په پرېس كنفرنس كښې علماﺀ كرامو ووئيل د هېواد سركاري او غېر سركاري ميډيا ته اپيل كوؤ چې هغه دې محرم الحرم څخه وړاندې ٬ د دې په مهال او وروستو د پېغام پاكستان په رڼا كښې د مرتب كړې شوي ضابطه اخلاق تشهير وكړي او د دې پېغام عام كولو كښې دې مرسته وكړي۔ د پاكستان د ټولو مكاتب فكر علماﺀ كرام به پاكستان كښې امن په ځايې كولو او د انتها خوښۍ او ترهګرۍ ختمولو كښی د رياست ټولو ادارو سره مرسته كوي۔ علماﺀ او مشائخ د امريكائي كانګرېس قرارداد د پاكستان په معاملو كښې لاسه وهنه تصور كولو سره د دې غندنه كوي او دا ګڼي چې ټاكنې د پاكستان داخلي معامله ده كومه چې پاكستانې اولس په خپله حل كولې شي۔ د دې په ضد په قومي اسمبلۍ كښې منظور كړې شوې قرارداد د اولس د جذباتو ترجماني ده ۔ امريكا دې په كشمير او فلسطين كښې د روانو ظلمونو ختتمولو له خپل كردار ترسره كړي۔