ګورنر كامران خان ټيسوري د راروان مالي كال بجټ منظوري وركړه

کراچۍ۔ 30 جون(اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري د راروان مالي كال بجټ منظوري وركړې ده۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر سندھ فنانس بل 25-2024 لاس ليك كړو۔ د ګورنر د لاس ليك كېدو څخه وروستو د بجټ منظورۍ عمل بشپړ شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې څو ورځې وړاندې د سندھ اسمبلۍ فناس بل 25-2024 زياتو رايو سره منظور كړې وو۔