امريكائي قرارداد د پاكستاني اولس د مينډيټ سپكاوې دې٬ د پي ټي آئي د امريكائي قرارداد مخالفت نه كول د غندنې وړ دي٬ طاهر محمود اشرفي

لاهور۔30جون(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن علامه طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې امريكائي قرارداد د پاكستاني اولس د مينډيټ سپكاوې دې ٬ د پي ټي آئي د امريكائي قرارداد مخالفت نه كول د غندنې وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په پرېس كلب لاهور كښې پرېس كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل علماء كرامو په محرم الحرام كښې امن په ځايې ساتلو له تل مهم كردار ترسره كړے دے٬ د روان كال په مهال يۍ هم د رابطه آفس جوړولو پرېكړه كړې ده٬ ده ووئيل د محرم الحرام اولنۍ نېټې څخه تر لسمې نېټې علامتي ورځې دي خو حقيقت دا دے چې د دې شخصياتو ذكر بايد ټول كال وكړے شي ولې چې مونږ كښې هر يو حسېني ٬ صديقي ٬ فاروقي ٬ عثماني او حېدري دے۔ په مونږ كښې څوك هم يزيدي نشته۔ ده ووئيل د محرم په اولنۍ نېټه به د حضرت عمر فاروق اعظم (رض) ورځ لمانځلې شي او په ګرد هېواد كښې به د پاكستان علماﺀ كونسل لخوا د حضرت امام حسېن (رض) د فضائلو حوالې سره كنفرنسونه كولې شي۔ ده ووئيل د صحابه كرامو او اهل بېت (رض) د تقدس خيال ساتل يوه فريضه ده او څوك چې په محرم الحرام كښې دې تقدس ته د زيان رسولو هڅه كوي قانون به خپله لاره پخپله جوړوي۔ ده ووئيل د سوات ٬ سرګودھا او جړانواله پېښو يوازينې حل دا دے چې پاكستان څخه انتها خوښي ٬ ترهګري او متشدد رويې ختمولو له بشپړه قامي يووالي سره تګلاره مرتب او بيا عملي كړې شي۔ ده ووئيل په امريكائي كانګريس كښې چې د پاكستان په اړه كوم قرارداد منظور كړے شو هغه د افسوس او غندنې وړ دے ٬ امريكا ته په فلسطين كښې انسانيت ولې نه ښكاري چرته چې 37 زره كسان شهيدان كړې شوي په كومو كښې چې زياتره مېرمنې او ماشومان دي۔ ده ووئيل د پاكستان په قامي اسمبلۍ كښې چې د امريكائي قرارداد په ضد كوم قرارداد راغے سني اتحاد كوسنل د هغې حمايت ونكړو كومه چې د غندنې وړ خبره ده۔ دغسې كوم قرارداد چې د کشمیر او غزہ په اړه منظور كړے شو د پي ټي آئي غړو د هغې په حق كښې هم ووټ ورنكړو او دا هم د افسوس وړ عمل دے۔ ده ووئيل کشمیر او فلسطین زمونږ متفقه مسئلې دي٬ دا يوازې د حكومت نه بلكې د ټولې اسلامي نړۍ مسئله ده۔ د يوې پوښتې په ځواب كښې ده ووئيل د حجاج كرامو د وفات كېدو پېښه د حجاج كرامو لخوا په سعودي اېس او پيز د عمل نه كولو د لاسه رامخې ته شوه ۔