د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سره د نړيوالې بينك كنټري ډائريكټر ناجي بنحسن په په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات ٬ د اولسي خير ښيګړې منصوبو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه

پېښور ۔ 29 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور سره د نړيوال بېنک کنټري ډائرېکټر ناجي بنحسن په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ د وزيراعلی هاؤس پيښور لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د نړيوال بينك په مرسته د اولسي خېر ښیګړې منصوبو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د اولسي خېر ښېګړې په كارونو كښې د صوبائي حكومت او نړيوال بېنك د همكارۍ او مرستې نوې موقعو جاج واغستے شو۔ د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ووئيل چې صوبائي حکومت د اولسي خېر ښېګړې په كارونو كښې د نړيوال بېنك مرستې ته د قدر په سترګه ګوري۔ وزيراعلی ووئيل د صوبې ځوانانو ته د خپل كاروبار پېل كولو موقعې وركولو له د سود نه پاكې قرضې وركولو منصوبه په بجټ كښې شامل كړې شوې ده۔ صوبائي حكومت به بېلو څانګو كښې د نړيوالې بېنك د مرستې هركلې كوي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د تون ٬ معدنيات او سېلګرۍ په څانګو كښې پراخا موقعې موجود دي۔ صوبائي حكومت به دې څانګو كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته هركلې وايي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت خپل آمدن زياتولو لپاره د استعداد لرونكو څانګو ترقۍ ته خاص پاملرنه كوي۔ پلاوي ووئيل نړيوال بېنك په بېلو څانګو كښې د خېبر پښتونخوا حكومت سره بشپړه مرسته كوي او د مرستې دا لړۍ به په راتلونكي وخت كښې هم دغسې روانه ساتلې شي۔