د هندي وزيراعظم د پاكستان لنډې غېر رسمي دورې سره به شريك باور زيات او د خبرو عمل قوي شي٬ ټولې نړۍ په افغانستان كښې سولې لپاره د پاكستان هڅې ستائېلې دي٬ هند سره د خبرو د لارې معاملې حل كولو لپاره سياسي او عسكري مشرتابه يو موټې دے۔ د خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري مېډيا سره خبرې

لاهور 26 دسمبر(اے پي پي) خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري وئيلي دي چې د هندي وزيراعظم د پاكستان لنډې غېر رسمي دورې سره به شريك باور زيات او د خبرو عمل قوي شي٬ ټولې نړۍ په افغانستان كښې سولې لپاره د پاكستان هڅې ستائېلې دي٬ هند سره د خبرو د لارې معاملې حل كولو لپاره سياسي او عسكري مشرتابه يو موټې دے۔ د جمعې په ورځ د لاهور په هوائي اډه خبريالانو سره په خبرو كښې خارجه سېكتر ووئيل چې د پاكستان او د هند د مشرانو ترمېنځه ملاقات د ډاډګېرنې وړ و٬ په ملاقات كښې پرېكړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه ټولې چارې به د خبرو د لارې حل كولې شي او د دواړه هېوادونو ترمېنځه باور زياتولو لپاره به د اولس په كچه روابط زياېولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د دې نه وړاندې هند سره به كمپوزټ ډائيلاګ كېدل او اوس د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمېنځه په ملاقات كښې پرېكړه شوې چې ټولې شخړې او معاملې به د كمپري هېنسو ډائيلاګ په صورت كښې په سوله ايز ډول د خبرو د لارې حل كولې شي۔ ده ووئيل چې دا غېر رسمي ملاقات د هندي وزيراعظم خواهش و او دې لپاره ده د افغانستان نه په ستنېدو وزيراعظم نواز شريف سره تماس ونيولو٬ دا لنډ ملاقات ډېر ګټور و۔