
پېښور۔ 29 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور كوهاټ ٬ بنوں او ډي آئي خان ډويژن لپاره د جلا سيكرټريټ جوړولو اعلان كړے دے۔ په دې لړ كښې اعلاميه جاري كړې شوې ده چې له مخې يۍ د داخله څانګې ایډیشنل چیف سېکرټری ته د اېډیشنل چیف سېکرټری ساوتھ ذمه وارۍ سپارلې شوي دي۔ اړوند چارواكي د سوئيلي ضلعو د ټولو څانګو سيکرټرېټ او ډائرېکټرېټ جوړولو ذمه وار ګرځولې شوي دي۔ په رول آف بزنس كښې د بدلونونو ، مالی او انتظامی، د منصوبه بندۍ او سروس ډېليوري وړاندېزونه به تيارولې شي۔ اېډیشنل چیف سېکرټری ساوتھ به نېغ په نېغه وزيراعلی ته ځواب وركوؤنكے وي۔