پېښور ۔ 29 جون (اے پی پی) عوامي نېشنل ګوند (اے اېن پی) خېبر پښتونخوا تنویر احمد صوبائی سوشل میډیا سېکرټری ټاكلے دے۔ د اے اېن پي لخوا د جاري شوي بيان له مخې تنوير احمد به په صوبائي كابينه كښې د سوشل ميډيا سېكرټري په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ صوبائي صدر مياں افتخار د ده د نامې منظوري د صوبائي كابينې په غونډه كښې وركړه۔