د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري په مالم جبه سړك ټرافېكي پېښه كښې د فوډ سيكرټري محمد ظريف المعاني د لور په مرګ د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري نديم اسلم چوهدري په مالم جبه سړك په ټرافېكي پېښه كښې د فوډ سيكرټري محمد ظريف المعاني د لور په مرګ د غم دړد څرګندونه وكړه او په پېښه كښې د ژوبل شوي فوډ سيكرټري او د هغه بچو او كورنۍ زر روغتيا لپاره ئې دعا وكړه۔په خپل بيان كښې چيف سېكرټري ووئېل پېښه ډېره افسوس ناكه ده او د غم جنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔