د خېبرپښتونخوا حكومت په ټوله صوبه كښې په بهرتۍ لګولے بندېز پورته كړو

پېښور 27جون(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا حكومت په ټوله صوبه كښې په بهرتۍ لګولے شوے بندېز پورته كړے ۔په دې اړه د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور هدايات جاري كړي ٬ دغسې وزيراعلٰی هاؤس هم په دې اړه حكم نامه جاري كړې چې له مخې ئې په ټوله صوبه كښې په سركاري محكمو كښې په بهرتۍ لګولے شوے بندېز پورته كړے شو ۔د يادونې وړ ده وزيراعلٰی د اقتدار سنبهالولو نه پس د مارچ په 2مه نېټه دا بندېز لګولے ؤ ۔