وزيراعلی سردار علي امين خان ګنډاپور سره د نيدر لينډ سفير حيني فوكل ډي ورائس ملاقات

پېښور ۔ 27 جون (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين خان ګنډاپور سره په پاكستان كښې د نيدر لينډ سفير حيني فوكل ډي ورائس ملاقات وكړو۔ وزیراعلی هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښی په چارو او په بېلو څانګو كښې مرستې او د همكارۍ په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اېډیشنل چیف سېكرټري ٬ داخله سېكرتري او د منصوبه بندۍ څانګې اعلی چارواكي هم په ملاقات كښې موجود وو۔ په ملاقات كښې افغان كډوالو سره د اړوندو چارو نه ځانله په كركيله ٬ لائيو اسټاك ٬ آبي وسائلو ٬ سېلګرۍ او د توان په څانګو كښې د همكارۍ په ممكنه موقعو خبرې وشوې۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ووئيل د كركيلې او لائيو سټاك د عصري غوښتنو له مخې ترقۍ ته صوبائي حكومت پام لرنه كوي ۔ په كركيله او لائيو اسټاك كښې پېداوار زياتولو له به صوبائي حكومت له عصري ټېكنالوجۍ څخه استفاده كول وي او مونږ به په دې لړ كښې نېدر لېنډ حكومت سره د همكارۍ هركلے كوؤ۔ ده ووئيل په صوبه كښې د كركيلې او ډېري پېداوار كښې د زياتوالي بلها موقعې موجود دي٬ صوبائي حكومت دې مقصد لپاره د سي آر بي سي لفټ كېنال منصوبې نه ځانله د وړو ډېمونو جوړولو په منصوبو هم كار كوي۔ ده ووئېل په خېبر پښتونخوا كښې د توان ٬ معدنيات او د سېلګرۍ په څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي۔ صوبائي حكومت به په دې څانګو كښی د غېر ملكي سرمايه كارۍ ډاډګېرنه كوي۔ وزيراعلی ووئيل صوبائي حكومت په خپل آمدن كښې زياتوالي له استعداد لرونكو څانګو ته ترقي وركولو ته خاص پاملرنه كوي٬ مونږ د قرضو او ګرانټس اغستو په ځائے د خپل معيشت په مضبوطولو كار كوؤ۔ ده ووئيل په پاكستان كښی په غېر قانوني توګه د مېشته كډوالو په خپله خوښه د ستنېدو په مهال صوبائي حكومت بېرته تلونكو ته د پښتنو روايات له مخې هر ډول آسانۍ باوري كړې ۔ په دغه ټول عمل كښې كومه يوه ګېله نه ده هم رامخې تهش وې۔ په دې موقع فوکل ډی ورائس ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت او اولس تر څو لسيزو د افغان كډوالو كوربتوب كړے۔ په دې لړ كښې د خېبر پښتونخوا حكومت او اولس كردار د ستائنې وړ دے۔ ده ووئېل د نېدر لېنډ حكومت د نورو څانګو نه ځانله د كركيلې او لائيو سټاك په څانګو كښې صوبائي حكومت سره همكارۍ له خوښي لري۔ په دې څانګو كښې همكاري به دواړو حكومتونو لپاره زياته ګټوره ثابت شي۔