د اے اين پي خيبر پښتونخوا د صوبائي كابينې غونډه (سبا) كيږي

پېښور ۔ 27 جون (اے پی پی) د عوامي نېشنل پارټي (اے اېن پي) خېبر پښتونخوا د صوبائي كابينې غونډه (سبا) د جمعې په ورځ كيږي۔ د اے اېن پي لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډه به د جمعې په ورځ د جون په 28 مه نېټه سهار 10 بجې باچا خان مركز كښې كيږي۔ د غونډې مشري به صوبائي صدر مياں افتخار حسېن كوي۔ غونډه كښې به د صوبې په امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ په غونډه كښې به صوبه كښې نورو ګوندونو سره رابطو لپاره هم مشاورت كولې شي۔ غونډه كښې به د ګوندو په تنظيمي او نورو مهمو چارو هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ دغسې ټولو صوبائي غړو ته د كابينې په غونډه كښې په وخت د ګډون كولو هدايت شوے