پېښور٬د پلاټ په شخړه د ډلو ترمينځه د ډزو تبادله٬ څلور تنه مړه٬ درې ژوبل

پېښور 27جون(اے پی پی)د پېښور داؤدزئي تهاڼې په حدود كښې تېره شپه د دوه ډلو ترمينځه د پلاټ په شخړه څلور تنه مړه او درې ژوبل شوي۔د پېښور اېس پي رورل انعام جان له مخې نحقۍ كښې رامخې ته شوې پېښه كښې د وړومبۍ ډلې سكندراو سجاد او دوهمې ډلې ذيشان او جواد ترمينځه اوږدې مودې څخه د پلاټ شخړه روانه وه۔ تېره شپه د دوي ترمينځه د ډزو تبادله وشوه۔ چې په نتيجه كښې يۍ ذيشان د پلار نوم اسلام٬جواد د پلار نوم عنايت الله٬سكندر د پلار نوم عبدالصبور او سجاد د پلار نوم اسرار علي ووژل شو او نور درې كسان شوكت٬نعمان او محمد شايان ژوبل شوي۔ اطلاع ترلاسه كېدو سره د پېښور اېس پي رورل انعام جان او ځايې پوليس په سمدستي توګه د پیښې ځاې ته ورسېدل او مړي او ژوبل شوي يۍ روغتون ته منتقل كړل ۔پوليس د پېښې ځاې څخه شواهد جمع كولو سره پلټنې پېل كړې دي