پيښور ٬ په لنډي كوتل شيخانو غر لګيدلي اور قابو وموندلے شو

پېښور۔ 27 جون (اے پی پی) د خېبر ضلعې په لنډي كوتل شېخانو غر لګېدلي اور قابو موندلے شوے دے۔ د رېسكيو 1122 وياند له مخې كنټرول روم ته د اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي فائر فائټرز موقعې ته ورسېدل۔ رېسكيو ډلو او ځايي وګړو روايتي طريقې سره په اور قابو وموندلو او د غر په زياتره سيمه ولاړې اونې يۍ محفوظ كړې۔ د اور د لګېدو سبب تر دې دمه معلوم شوے نه دے۔