د خېبرپښتونخوا پخوانے ډپټي سپيكر اکرام الله شاهد پحق ورسېد

پېښور 26 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا پخوانے ډپټي سپيكر٬ د مردان بلديه چيئرمېن٬ محقق٬ ليكوال او د مردان بار سينئر غړے اکرام الله شاهد د اوږدې ناروغتيا څخه وروستو پحق رسېدلے٬ د ارواښاد د جنازې مونځ به نن د شورو په ورځ د شپې په لس بجې په مردان كس كورونو كښې ادا كولې شي۔ حق رسېدلے د پاكستان چيف جسټس قاضي فائز عيسيٰ سېكرټري ډاکټر مشتاق احمد، د کنګ فهد يونيورسټي سعودي عرب د پروفېسر انجينئر جواد احمد او د سياسي مشر افتخار احمد فاروق پلار ٶ۔ اكرام الله شاهد په 12م جون كال 1949 كښې د مردان په يوه ديني كورنۍ كښې سترګې غړولې وې