د حضرت عثمان غني (رض) د شهادت ورځ سبا عقيدت او احترام سره لمانځلې شي

سرګودھا۔24جون(اے پی پی) د دريم خليفه حضرت عثمان غني (رض) د شهادت ورځ سبا د ذي الحجې په 18 مه نېټه په 25 جون د نهې په ورځ زيات عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ په دې لړ كښې به د سرګودھا په شمول د هېواد په نورو ښارونو كښې د ديني او مذهبي ګوندونو تر اهتمام لاندې سيمينارونه كولې شي۔ اسلام او مسلمانانو لپاره درېم خليفه حضرت عثمان غني (رض) د وياړ وړ خذمات ترسره كړي دي۔ هغوي ذوالنورین هم بللے شي۔ په دې لړ كښې د امنيت فل پروف انتظاماتو هدايت شوے دے۔