
لاهور۔23جون (اے پی پی)د پاکستان علماﺀ كونسل مرکزي چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي وئيلي دي چې د حج په مهال په حق رسېدليو كسانو كښې د پاكستانيانو شمېره ډېره كمه ده ٬ د سوات، جرانواله او سيالکوټ پېښې د هېواد تشخص ته زيان رسوي ٬ آپریشن عزم استحکام پاکستان به د انتها خوښۍ ٬ عدم برداشت او تشدد ختمولو له فعاله ثابت شي۔ نوموړي د دې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ پرېس كلب كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه ده ووئيل دا ځل د حج په اړه په نظام کې بدلونونه شوي وو ، دا ځل ګرمي ډېره زياته وه خو بيا هم د سعودي حکومت په زړه پورې ګامونه پورته كړل په دې يۍ مونږ مننه كوؤ۔ ده ووئيل د حج په مهال په حق رسېدليو كښې د پاکستانیانو شمیر ډیر کم دے او د نورو هیوادونو حاجیان زيات په حق رسېدلي دي۔ده ووئيل د دې مرګونو لويې سبب د سعودي عربستان لخوا په وركړې شوې تګلاره د ځينو كسانو لخوا عمل نه كول وو او په دوئي كښې زياتره هغه هم دي كومو چې په غېر قانوني توګه د حج كولو هڅه كوله۔ حافظ محمد طاهر اشرفي ووئيل چې كوم شكايتونو د اوسني حج په مهال رامخې ته شول دايمي حل لپاره يۍ د مذهبي چارو وفاقي وزير سالک حسين او سېکرټري ذوالفقار حيدر په دې كار كوي كوم چې پخپله هم دغلته موجود وو۔ ده د سوات پېښې ذكر كولو سره ووئيل قرآن كريم د يو تن وژلو ته د ټول انسانيت وژل وئيلي دي او دلته خو يو وګړے ووژلے شو او بيا د هغه مړے وسوځولې شو۔ دا زيات ظلم دے۔ ده ووئيل دا ډول پېښې د غندنې وړ دي۔ ده چيف جسټس آف پاكستان ته اپيل كولو سره ووئيل د توهين مذهب ٬ توهين رسالت او توهين قرآن مقدمو پرېكړه دې په درې مياشتې كښې وكړې شي۔ دغسې چې د دې ډول پېښو مخنيوي وكړې شي كومې چې د پاكستان او د اسلام د بدنامۍ بسبب ګرځي۔ حافظ طاهر اشرفي ووئيل زه دا ګڼم چې آپرېشن عزم استحكام پاكستان د انتها خوښۍ ٬عدم برداشت او تشدد ختمولو لپاره وكړې شي او ددې به هر هغه سړے ملاتړ كوي څوك چې د انتها خوښۍ او ترهګرۍ مخالفت كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو مشرانو له به هم د زغم څرګندونه كول وي او د هېواد ګټې له به د مذاكراتو مېز ته راتلل وي۔ ده ووئيل د پاكستان نزدې 168 زره كسان په حج كښې شامل وو۔ ده زياته كړه چې د پاکستان د پیغام په لړ کې مونږ ملت ته یو سند ورکړې چې له آئين وروستو تر ټولو زيات متفقه دے۔ په دې بايد عمل درآمد وكړے شي او د مئي 9 مې پېښې ذمه وارې دې خپل انجام سره مخ كړې شي۔