
پېښور 23 جون (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي وئیلي دي چې ادب او صحافت سره تړلي خلک په ټولنه کښې مهم مقام لري، د قلم قوت په متمدنو ټولنو کښې د مثبت بدلون او انقلاب سبب ګرځي۔ نوموړي د دې خيالاتو څرګندونه په ګورنر هاؤس كښې د نامتو كالم ليكونكي، شاعر، ډرامه ليكونكي او خبريال منصور افاق سره د ليدنې په مهال وكړه۔ په دې موقع دوي په ټولنه كښې د بې باورۍ او د تاؤ تريخوالي صورتحال د ختمولو لپاره د كالم ليكونكو، شاعرانو او اديبانو د کردار په اهميت خبرې وكړې۔ ګورنر ووئيل د ژورنالیزم څانګې او ادبیاتو څانګې سره تړلي خلک په خپلو لیکنو سره د حکومت د اصلاح سبب ګرځي او د ټولنې په كچه د شعور بېدارولو سره سره اولس ته د بېلو څانګو په اړه د حقایقو په بنسټ د پوهې په منتقل كولو كښې مهم كردار ترسره كوي هغه ووئيل چې له بده مرغه زمونږ په ټولنه کښې د طنز او زغم کلتور تندۍ سره له منځه ځي چې له امله يې په لهجو کښې ترخې خبرې د ژوند ښکلا کموي. هغه ووئيل چې وه په زړه پورې ټولنه بيا له سره جوړولو له به مونږ له په ګډه كار كول وي۔ هغه ووئيل د دې هېواد او صوبې ستونزې مثبت او ذمه وار ژورنالېزم سره په ښه توګه حل کېدې شي۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د صوبې د دانشورانو د کنفرنس د رابللو لپاره د مشهور کالم لیکونکي او سینئیر خبریال منصور افاق د وړاندیز د هرکلي په ترڅ كښې ووئیل چې ډیر زر به د صوبې کلتور ته د ودې وركولو او د دې ځايې د ليكوالو او دانشوارنو د لارې د امن او مينې پېغام خپرولو له كنفرنس وكړے شي۔ ده ووئيل د صوبې تاريخي ورثه او امن په ځايې كولو له وركړې شوې قربانۍ نوي نسل ته رسولو له به ګورنر هاؤس كښې ميوزيم جوړولے شي۔