د ګورنر فيصل كريم كنډي وفاقي وزير احسن اقبال سره ملاقات

ډېرہ اسماعیل خان۔ 22 جون (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال سره ملاقات وكړو۔ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړے احمد كريم كنډي هم ده سره وو۔ په ملاقات كښې د چشمه لفټ كېنال منصوبې ذكر كولو سره د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل دې منصوبې لپاره وفاقي حكومت 17 نيم اربه او صوبائي حكومت 10 اربه روپۍ بېلې كړې دي ، دا د خېبر پښتونخوا د پرمختګ مهمه منصوبه ده چېر ورسره به د صوبې د غنمو مسئله حل شي بلكې دې سره به د پاكستان غذائي ضرورت هم ترسره شي۔ ده ووئيل دغسې چكدره چترال روډ به هم د صوبې د پراخا سيمو د اولس تقدير بدلولو كښې مهم كردار ترسره كړي او په دې منصوبو مونږ د وفاقي حكومت مننه كوؤ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل ډېرہ اسماعیل خان سی پېك سره دې انډسټريل زون راكړے شي ٬ دا به د دې سيمې په پرمختګ كښې كردار ترسره كړي۔ دغسې د سمال ډېمز منصوبې دې په سي پېك كښې شاملې كړې شي۔ وفاقی وزیر احسن اقبال ګورنر ته باور وركړو چې د ذكر كړې شويو منصوبو حوالې سره به بشپړه مرسته كولې شي۔ ده ووئيل ګوادر کوئټه سړك چې څه وخت جوړېدو دا سيمه ټوله شړه وه۔ د سړك جوړېدو سره خلقو په خپلو زمكو پرمختيائي كارونه پېل كړل۔ اوس دا ټول بېلټ آباد دے۔ ده ګورنر ته باور وركړو چې د ضم شويو ضلعو پرمختيائي فنډ په اړه به د ده اندېښنې ختمې كړې شي۔ په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا په سياسي او د امن په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔