هندي ځواكونو نور 6 كشميري ځوانان ونيول

جموں۔21جون(اے پی پی) د هند په غېر قانوني ټوګه قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې هندي ځواكونو بېلو سيمو څخه نور 6 ځوانان نيولي دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې پوځي اهلكارو څلور ځوانان د ډوډه ضلعې په ګنډوه سيمه كښې د محصرې پلټنې كارروائيو او په كورونو د چھاپې وهلو په مهال نيولي۔ قابض اهلكارو په يوه بله كارروايۍ كښې د كټھوعه ضلعې هيرا نګر كښې دوه نور كسان ونيول۔