
ډیرہ اسماعیل خان۔۔۔ 20 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی وئيلي دي بار كونسلز د ټولنې مسئلې حل كولو او قام ته مشرتابه وركولو كښې بنيادي اهميت لري٬ د هيواد په پرمختګ او د قانون سرلوړي په ځايې ساتلو كښې د بار كونسلز مهم كردار دے۔ د چشمه لېفټ کینال 90 فټه پورته كولو سره به د دې منطقې نزدې 6 لكه اېكړه زمكه سېرابه شي۔ مونږ په ټانك او درابن زام منصوبه هم كار كوؤ دغسې چې دلته شين انقلاب راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ډیرہ اسماعیل خان بار کونسلز كښې د 78 لكه روپو ګرانټ وېشلو په موقعه وكړه۔ ده ووئيل امن زمونږ مسئله ده په دې اړه دې د صوبائي كابينې غونډه راوبللې شي۔ ده ووئيل پرون واپډا سره زمونږ ميټنګ وشو۔ ده ووئيل زه د قانون په لاس كښې د اخستو په ځايې دليل سره په اړوند فورم د مسئلو حل كولو په پالېسۍ باور لرم۔ ده ووئيل د ګرانټس په راكولو كښې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ مننه كوم۔ ګورنر په ډېره كښې د وكيلانو د كالونۍ په جوړولو كښې د خپل اړخه د بشپړه مرستې كولو باور وركړو۔ ده ووئيل په ضم شويو ضلعو
كښې مو د ججز د كمۍ په اړه وفاقي حكومت سره خبره كړې ده دا مسئله به حل كړې شي۔