ملتان۔ 20 جون (اے پی پی) سعودي عربستان څخه د زيارت په ورځ د حجاج كرامو د راستنېدو لو لړۍ پېل شوه او اولنے حج پرواز پي اېف 723 جدہ څخه 149حاجيان صاحبان راوړلو سره ملتان ته راورسېد۔ په نړيوال هوائي مېدان د صوبائي اسمبلۍ غړي سلمان نعيم ٬ د ملتان د حج ډائرېكټر ریحان عباس کھوکھر او نورو اعلی چاراكو حجاج كرامو ته هركلې ووې۔ په دې موقعه د حاجيانو صاحبانو ګڼ شمېر خپل خپلوان او ملګري ٬عزيزان هم موجود وو۔ د سوئيلي پنجاب بېلو ښارونو څخه راغلې كسانو د خپلو مينه والو هركلې وكړو او دوئي ته يۍ د ګلونو څېرې په غاړه كړې۔ د سركاري سكيم د لارې د حاجيانو د بېرته راستنېدو عمل به د جولائي په 9 مه نېټه بشپړ شي او د نجي سكيم د لارې حج له د تلونكو د بېرته راتللو لړۍ به روانه وي۔