د بلوچستان ګورنر د صوبائي اسمبلۍ بجټ غونډه د جون په 21 مه نيټه راوبلله

کوئټه۔ 20 جون (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر د صوبائي اسمبلۍ بجټ غونډه د روانې جون مياشتې په 21 مه نېټه ماځيګر 4 بجې راوبلله۔ د خزانې صوبائي وزير مير شعيب نوشېرواني به د نوې مالي كال 25-2024 بجټ ايوان ته وړاندې كوي۔ د بلوچستان اسمبلۍ وياند له مخې ګورنر شېخ جعفر خان مندوخېل د آئین د آرټیکل a)109) لاندې د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ بجټ غونډه د جمعې په ورځ په 21 جون 2024 ماځيګر 4 بجې رابللې ده۔ د خزانې صوبائي وزير مير شعيب نوشيرواني به د مالي كال 25-2024 بجټ ايوان ته وړاندې كوي۔ د بلوچستان اسمبلۍ موجوده بجټ سېشن به تر 29 جون روان وي۔