
کوئټه ۔ 20 جون (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د كاسي قبيلې د معتبر شخصيت نواب ارباب عبد الظاهر كاسي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې وزيراعلی ووئيل ارباب عبدالظاهر کاسی د بلوچستان بزرګ سياسي شخصيت د مثبت قبائلي ٬ سياسي او معاشرتي اقدارو داعي وو٬ د هغه په حق رسېدو سره بلوچستان د يو اصول پسند او باوقار قبائلي او سياسي لارښود څخه محروم شوے دے۔ وزیر اعلٰی میر سرفراز بګټي ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې مونږ غمجنې كورنۍ سره يو برابر ولاړ يؤ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔