ملتان ۔ 19 جون (اے پی پی) د اختر په اولنۍ ورځ د ملتان په شمول بېلو ښارونو كښې د رامخې ته شويو ترافيكي پېښو په اړه اطلاعات ترلاسه شوي دي۔ د رېسكيو 1122 وياند له مخې د اختر په اولنۍ ورځ په بېلو پېښو كښې 18 كسان مړه شول۔ په صوبائي پلازمينه كښې تر ټولو زياتو 382 پېښو كښې 418 كسان ژوبل شول۔ دې نه ځانله په فېصل آباد كښې 125، ملتان كښې 120، ګوجرانواله كښې 108 پېښې رامخې ته شوې۔ دغسې په دغه ورځ د اور لګېدو 173 پېښې رپورټ شوې په كومو كښې چې په لاهور كښې 33، پېنډۍ كښې 18 ، اټک كښې 15 او فېصل آباد 13 پېښې شاملې شاملې دي۔