د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علی امین خان ګنډاپور د لويې اختر لمونځ په ډي آئي خان كښې ادا كړو

ډېرہ اسماعیل خان۔ 19 جون (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علی امین خان ګنډاپور د لويې اختر لمونځ په خپله ضلع ډي آئي خان كښې ادا كړو۔ سټی مئیر ډی آئی خان عمر امین ګنډاپور او نورو هم وزيراعلی سره لمونځ ادا كړو۔ په دې موقعه ده د هېواد سلامتيا ٬ سوكالۍ ٬ قامي يووالي او د اسلامي نړۍ يو موټې كېدو له خصوصي دعاګانې وكړې۔ لمونځ څخه وروستو وزيراعلی لمونځ كښې ګډو كوؤنكو سره جوړه تازه او د اختر مباركي وركړه۔