د بلوچستان وزيراعلی د پوليس 5 ځوانانو په شهادت د افسوس څرګندونه

کوئټه۔ 19جون (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په ترافيكي پېښه كښې د پوليس 5 ځوانانو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د بلوچستان لسبيله ضلعې په اوتھل نوې سيمه كښی په ستره لاره يو پوليس وېن پېښې سره مخ شو چې په نتيجه كښې يۍ 5 پوليس اهلكار شهيد او دوه ژوبل شول۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې سرفراز بګټي ووئيل ماته په پیښه كښې د پوليس اهلكارو په شهادت زيات خفګان وشو۔ ده ووئيل صوبائي حكومت په دې سخت وخت كښې غمجنيو كورنيو سره په غم او دړد كښې يو برابر شريك دے۔ ده د ژوبل شويو د غوره درملنو هدايت كولو سره هغوي لپاره د زر روغتيا دعا وكړه۔ ده غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره دعا وكړه چې پاك پروردګار دے شهيد شويو له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او ځپليو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔