کوئټه ۔ 16 جون (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د لويې اختر د رارسېدو په مناسبت په خپل پېغام کښې وئيلي چې د هېواد او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم ٬ ستاسو عبادتونه، حج او قربانۍ دې پاك پروردګار قبولې كړي۔ ده ووئيل دا ورځ ټولو مسلمانانو لپاره د ايثار ٬ قربانۍ ٬ مينې او زغم جذباتو تازه كولو ورځ ده كومه چې مونږ ته د حضرت ابراهيم علېه السلام ستره قرباني يادوي۔ ده ووئيل دا ورځ د اجتماعي خوشحالۍ ورځ ده او په دې ورځ به مونږ له قربانۍ سره سره د خپل پرودګار قرب او رضا ترلاسه كولو له خپل خواهشات هم قربانول وي۔ جعفر خان مندوخېل اولس ته ووئيل چې د حفاظتي تدابيرو خيال نه ساتلو په لړ كښې په اولسي كچه معمولي غفلت او بې احتياطي د لويې نقصان سبب ګرځېدې شي۔ ده په ضلعي انتظاميه زور راوړو چې هغه دې د لويې اختر په اولنۍ دويمه او درېمه ورځ ډنګرو آلائشونه په وخت ځايې ته ورسوي او په اولسي ځايونو كښې دې په وخت د صفايۍ اهتمام وكړي۔ ده ووئيل د اختر په خوشحالو كښې دې يتيمانان٬ كونډې او بې وزله كورنۍ ضرور شاملې كړې شي۔