
پېښور ۔ 15 جون (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين ګنډاپور اړوندو چارواكو ته د لويې اختر په موقعه د صفايۍ او په سكيورټي پلانز د عملدرآمد باوري كولو هدايت كړے دے۔ وزیراعلی هدايت كړے دے چې د اختر د لمونځ اجتماعاتو ٬ د سېل ځايونو او په خاص توګه د رش نورو ځايونو امنيت باوري كولو لپاره دې خصوصي انتظامات وكړې شي۔ وزیراعلیٰ د پولیس، ټورازم پولیس، ریسکیو، واټر اېنډ سېنیټشن سروسز او د میونسپل ادارو په شمول د نورو اړوندو ادارو د خصوصي ډيوټۍ لګولو هم هدايت وكړو۔ ده هدايت وكړو چې د اختر په ورځو كښې دې دریابونو٬ نهرونو او تالابونو كښې د حفاظتي تدبيرونو نه غېر په لامبلو بندېز ولګولے شي۔ دغسې په تفريحي ځايونو كښې دې د زانګوګانو او چيئر لېفټس فټنس باوري كړې شي۔ د كوم هم بېړني صورتحال مخنيوي له دې ټول پېشګي انتظامات باوري كړې شي۔ وزيراعلې اولس ته اپيل وكړو چې د اختر په ورځ د صفايۍ خاص خيال وساتي۔