د سندھ مالي كال 25-2024 لپاره د 3.056 ټرېليونه روپو بجټ وړاندې كړے شو٬ د سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې د 22 نه تر 30 فيصد زياتوالے

کراچۍ 14 جون (اے پي پي) د سندھ وزیراعلی سید مراد علی شاہ د مالي كال 25-2024 لپاره د 3, 056 ټرېليونه روپو بجټ وړاندې كړو٬ د سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې د 22 نه تر30 فيصد اضافه او 959 اربه روپۍ پرمختيائي پروژو لپاره تجويز كړې شوې كومې چې د مجموعي خرڅونو 31 فيصد دي٬ متوازن بجټ په بنيادي توګه د سېلاب ځپليو بحالۍ او د بې وسه كسانو سماجي تحفظ پلو ګرځولے شوے ۔ د سندھ وزیراعلی سيد مراد علي شاه د جمعې په ورځ د بجټ وېنا په مهال ووئيل د صوبې مجموعي آمدن درې ټرېليونه روپۍ دے چې اكثريت پكښې د وفاق منتقلۍ 62 فيصده او د صوبې وصولۍ 22 فيصد ده ، د دې نه علاوه پاتې وصولي 22 اربه كرنټ كېپټل٬ 334 اربه روپۍ د غېر ملكي پراجېكټس مرسته ٬ 77 اربه روپۍ د پي اېس ډي پي او نورو وفاقي ګرانټس ٬ 6 اربه روپۍ غېر ملكي ګرانټس او 55 اربه روپۍ كېري اوور كېش بېلنس د لارې دي٬ د 662 اربه روپو صوبائي وصوليو كښې 350 اربه روپۍ په سروسز د سېلز ټېكس٬ 269 اربه روپۍ د جي اېس ټي نه علاوه ټېكس او 42.9 اربه روپۍ صوبائي نان ټېكس وصولي شامله ده ۔ د سندھ وزیراعلی د فنډز بېلولو په اړه ووئيل تعليم لپاره تر ټولو زياتې 519 اربه روپۍ چې پكښې 459 اربه روپۍ د موجوده آمدن خرڅونو لپاره بېلول دي ٬ صحت لپاره 334 اربه٬ لوكل ګورنمنټ لپاره 329 اربه٬ ځائي كونسلو لپاره 121 اربه روپو نه په زياتولو 160 اربه روپۍ د بېلولو وړاندېز لرو ۔ سيد مراد علي شاه ووئيل په بجټ كښې د انفراسټركچر مهمو څانګو لپاره د زيات وسائلو د بېلولو تجويز دے٬ دغسې زراعت لپاره 58 اربه روپۍ ٬ اوبه خور لپاره 94 اربه روپۍ٬ توان لپاره 77 اربه روپۍ ٬ وركس اېنډ سروسز لپاره 86 اربه روپۍ ٬ اېس جي اېنډ سي ډي لپاره 153 اربه روپۍ او داخله چارو لپاره 194 اربه روپۍ بېلول شاملې دي۔ ده ووئيل 34.9 اربه روپۍ سماجي سرمايه كارۍ لپاره به بېلولې شي ۔ د مزدور کارډ له مخئ د 5 اربه روپو فلاحي پروګرام كښې په سندھ كښې مزدورانو سره مرسته كولې شي۔ ده ووئيل په لوئي ګرانټس كښې مجموعي 190 اربه روپۍ دي چې پكښې 35 اربه روپۍ په خاص توګه سندھ كښې پوهنتونو لپاره بېلول دي٬ دا ګرانټس به لويو روغتونونو او طبي ادارو له SIUT، NICVD، انډس هسپتال، SICHN او ټراما سینټرز سره مرسته كوي٬ د دې هدفي فنډنګ مقصد تعليمي ادارې قوي كول او د سندھ اولس د صحت معياري خدمات ته رسنه بهتر كول دي