د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د بجټ 2024/25 تياريانو جاج اغستو غونډه

کوئټه۔ 14 جون (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلٰی بلوچستان میر سرفراز بګټی په مشرۍ كښې د بجټ كال 2024/25 تياريانو سره اړونده د جاج اغستو غونډه د جمعې په ورځ وشوه ۔ په غونډه كښې د بلوچستان چيف سېكتر شكيل قادر خان او د ټولو محكمو سېكترانو ګډون وكړو۔ دوئي ګډون كوؤنكي بجټ سره اړوند محكمه جاتي پېشرفت څخه خبرولو سره ووئيل د نوې مالي كال بجټ تيارۍ سره په اړوندو 70 فيصده هدفونو كار بشپړ كړے شوے دے۔ د بلوچستان وزيراعلی د صوبائي بجټ په تيارۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره د بلوچستان د چيف سېكتر ٬ انتظامي سېكترانو او د ټولې ډلې د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ غونډې ته خپل خطاب كښې وزیر اعلٰی میر سرفراز بګټي ووئيل د راروان كال بجټ په تشكيل كولو كښې مو هڅه وكړه چې د تېر وخت تېروتنې تكرار نه كړې شي۔ په بجټ كښې زده كړې او روغتيا د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ په بلوچستان كښې مو د بېډ ګورننس ختمولو اصولي پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل د پرمختيائي منصوبو جاج اغستلو له به د ټولو ضلعو او تحصيلونو دوره كوم۔ ده ووئيل د هدفونو په ترلاسه كولو كښې د ناكامۍ په صورت كښې به اړوند ذمه دارانه ځواب وركؤنكے ګرځولے شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د اولسي حكومت اقدامات دې عام بلوچ اولس ته ورسولې شي او هڅه دې وكړې شي چې د ائیر اېمبولېنس، بےنظیر بھټو اسکالرشپ، تعلیمی پروګرامونو او د اولس په ګټه نورو منصوبو اثرات دې زر تر زره رامخې ته كړې شي۔ په غونډه كښې وزيراعلی د كېنسر دوايانې رنځورانو ته وېړيا رسولو كښې د غوره كردار په لوبولو د روغتيا خاص سېكتر مجیب الرٰحمان قمبرانی او د یوتھ پالیسۍ 2024 پېشرفت عمل په ګړندي كولو د يوتھ افئيرز طارق قمر بلوچستان ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د چيف اېګزېکټو په مشرۍ كښې په يو وخت دوه ډلې كار كوي په كومه كښې چې يوه په سياسي توګه د كابينې په غړو ٬ وزيرانو ٬ اېم پي اېز او بله ډله په افسرانو مشتمله وي۔ ده ووئيل د افسرانو فرض دے چې هغوي ګډ ګورننس په ځايې كولو له په صحيح توګه د لارښودنې فرض ترسره كوي او د اولس خېر ښېګړې له اقدامات ګټور جوړولو خپل ټول صلاحيتونه وكاروي