مانسهره٬كوټكے پل سره نزدې ټرافېكي پېښه٬ د دوو مېرمنو پشمول پنځه كسه ژوبل شول

مانسهره 13جون (اے پی پی)مانسهره كښې د كوټكے پل سره نزدې د مهران ګاډي اپوټه كېدو په نتيجه كښې د دوو مېرمنو پشمول پنځه كسه ژوبل شوي۔د مانسهره رېسكيو 1122 وياند له مخې د مانسهره رېسكيو كنټرول روم ته په اطلاع ترلاسه كېدو رېسكيو 1122 ايمبولينس او ميډيكل ډله په سمدستي توګه د پېښې ځاے ته رسېدلې۔پېښه د ګاډي بريك فيل كېدو له امله رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې ئې 30 كلنه امتياز٬ 25 كلنه سليم٬ 10 كلنه عمر او 2 مېرمنې ژوبل شوي۔رېسكيو ميډيكل ډلې ژوبل شوو ته په سمدستي توكه ابتدائي طبي مرسته وركړې او هغوي يئ كنګ عبدالله روغتون مانسهره ته منتقل كړل