وفاقي حکومت د ناوړه حالاتو باوجود يو غریب دوست او متوازن بجټ وړاندې كړے ۔ د پي پي پي لارښود علی خان

پېښور 13 جون (اے پي پي) د پیپلز پارټي د صوابۍ ضلع صدر علی خان،ضلعی جنرل سیکرټري محمد اشفاق، د ټوپۍ تحصیل صدر ملك محمد نواز،جنرل سیکرټري حاجی زرین ګل او د رزړ تحصیل انفارمېشن سیکرټری بهارعلي په خپل شريك بيان كښې د وفاقي اتحادي حکومت د اړخه وړاندې كړے بجټ عوام دوست او متوازن ګرځولے۔ اے پی پی سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل وفاقي حکومت په خراب حالاتو كښې او محدود وسائلو باوجود يو متوازن بجټ وړاندې كړے چې ورسره به هېواد كښې غريبي او ګراني كمه شي او اکانومی كښې به ښه والے راشي۔ د خزاني وزیر د اړخه په هېواد كښې د ګرانۍ شرح كښې د 12 فیصده کمی بيان هركلے كوو۔ دوي ووئيل د اتحادي حکومت د اړخه د ښې تګلارې په سوب د ګرانۍ په شرح كښې كمي سره د هېواد كمزوري طبقې ته ریلیف ترلاسه شوے۔دوي د سرکاری ملازمانو په تنخاګانو كښې د 25 او 20 فیصد او د ریټائرډ ملازمانو پنشن كښې 15 فیصده اضافه د وفاقي حکومت د اړخه يو ښه اقدام ګرځولو سره ووئيل د ګرانۍ په دې دور كښې سرکاري ملازمانو له ښه ریلیف وركړے شو۔