په وفاقي بجټ كښې د بلوچستان ګڼ شمير منصوبې يو وارې بيا شامل کړې شوي دي٬ د بلوچستان وزيراعلی

کوئټه۔ 13جون (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې د بلوچستان ډيرې منصوبې په وفاقي بجټ کښې يو وارې بيا شامل کړې شوي دي ٬ بلوچستان د اولس دوست بجټ جوړولو عزم لري۔ نوموړي د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د عدالت نه بهر ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي ووئيل په وفاقي بجټ کښې بلوچستان ته هېڅ پام نه دے شوے، په وفاقي بجټ کښې د بلوچستان قضيه مو وفاق ته وړاندې كړې ده۔ ٬ وړاندېزونه مو وركړې دي او په وفاقي بجټ كښې مو يو شمېر سكيمونه شامل كړې هم دي۔ ده ووئيل د بلوچستان په بجټ كښې تعليم، صحت او د زده كوونكو سکالرشپ ته خاص پام ګرځولے شوے دے۔ د فوډ ډيپارټمنټ پشمول ټولو څانګو كښې د 67 اصلاحاتو كولو پرېكړه شوې ده۔ ده ووئيل مونږ هڅه كوؤ چې د بلوچستان خپل آمدن زياتولو له وسائل رامخې ته كړؤ۔ ده ووئيل د کوئټې په ګډون په بلوچستان کښې د امن او امان بحالول لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل سټريټ كرام ختمولو له د اصلاحاتو عمل روان دے او څو مياشتو كښې به زياته بهتري رامخې ته شي۔