بلوچستان كښې شهيد شوې د پاك پوځ صوبیدار محمد اسلم د پوځي اعزاز سره خاور ته وسپارلې شو

چیچه وطنی 10 جون (اے پي پي) بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې شهيد شوې د پاك پوځ صوبیدارمحمد اسلم د پوځي اعزاز سره په چیچه وطنی كښې خاورو ته سپارلې شوې،د هغه د جنازې په لمونځ كښې د پاك پوځ افسرانو،ځوانانو او د سيمې وګړو ګڼ شمير كښې ګډون وكړو،په دې موقع د شهید مړي ته سلامي وكړه او د هغه په قبر پاکستان بيرغ ولګولې شو،شهیدصوبیدار په چمن كښې د ترهه ګرو مقابله کولو سره شهيد شوې ؤ۔