د پښتو فلمونو او ډرامو نوموړې اداکاره خوشبو ووژل شوه

پېښور 10 جون (اے پي پي) د پښتو فلمونو او ډرامو نوموړې اداکاره خوشبو د اكبرپوره تهاڼې په حدودو كښې وژلې شوې۔ پوليس له مخې نامعلومه كسانو په ډزو مولو خوشبو وژلې د او مړے ئې پوسټ مارټم لپاره راشد مېموريل روغتون نوښار ته منتقل كړے شوے۔ د قتل سبب تر اوسه نه دې معلوم شوے۔ پوليس له مخې د اداکاره خوشبو تعلق صوابۍ سره ٶ او ارواښاده په پېښور كښې اوسېدله۔ د موژلې شوې د ورور په مدعيت كښې د نامعلومه كسانو په ضد په اكبر پوره تهاڼه كښې اېف آئي آر درج كوړے شوے او تفتيش پېل كړے شوے۔